په ترکيه کي يو افغان ځوان خپل د اطاق ملګری په چاقو وهلی او وژلی دئ

د ترکيې پوليسو د يکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د ترکيې په قررقلارلي ښار کي يو افغان ځوان خپل د اطاق ملګری په چاقو وهلی او وژلی دئ.
د ترکيې پوليسو ويلي چي دغه وژل سوی افغان ځوان روح الله نومېږي او اصلي د افغانستان د تخار ولایت اوسېدونکی و.
د ترکيې د پوليسو په وينا چي دغه افغان ځوان بيده و، چي خپل ملګري په چاقو وهلی او وژلی دئ.
تر اوسه د دغه افغان ځوان د وژل کېدو علت څرګند نه دئ او د ترکيې پوليسو ويلي چي په اړه ئې څېړني پيل کړي دي.
بايد وويل سي چي د دغه افغان ځوان د وژل کېدو په اړه په انقره کي د ط..البانو سفارت تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.