په تورخم کي خراب او بې کیفیته جوار بېرته پاکستان ته لېږل سوي دي

د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په تورخم کي واردېدونکي خراب او بې کیفیته جوار مسترد او بېرته پاکستان ته لېږل سوي دي.
د ننګرهار د کرني او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي؛ دغه جوار د عجوه شرکت له لوري راوړل سوي وه، چي د چرګانو په دانه کي یې استعمال کړي.
د دوی په وینا؛ دغه شان توکي تورخم کي د کرني ریاست د قرنطین مدیریت تر نظارت لاندي هيواد ته داخلېږي او خراب محصول ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.