په تیراه کي پر مظلومو پښتنو د پاکستان توره تګلاره
د خیبر د تیراه وادي یو وار بیا د پاکستان د ناکامو امنیتي پالیسیو قرباني سوه. زرګونه پښتنې کورنۍ، چي نسلونه نسلونه ئې په خپلو غرونو، درو او کليو کي ژوند کړی، نن د زور، وېرې او پوځي فشار له امله اړ ایستل کېږي چي خپل کورونه پرېږدي او باره، پېښور او نورو سیمو ته کډې وکړي.
د پاکستان ریاست، چي هر وخت د پښتنو د سیمو لپاره توپک او عملیات یوازینی حل بولي، یو ځل بیا د تیراه پر ولس خپله توره تجربه عملي کوي. د امنیت تر نامه لاندي هغه خلک بېکوره کېږي چي نه وسله لري او نه جرم؛ یوازي پښتانه دي او پر خپله خاوره ولاړ دي.
په تیراه کي د ناامنۍ له زیاتېدو سره سم، د زرګونو کورنیو جبري بېځایه کېدل پیل سوه. ماشومان، ښځي او زاړه کسان د ژمي په سړو شپو کي له خپلو کورونو راووېستل سول، بې له دې چي د دوی عزت، انساني کرامت او ژوند ته پام وسي. دا هغه بشري ناورین دی چي پخپله د ریاست د تګلارو زیږنده دی.
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمد سهیل افریدی، که څه هم د کډوالو کمپ ته ولاړ او د مرستو ژمني ئې وکړې، خو اصلي پوښتنه دا ده چي دا خلک ولي بېکوره سول؟ ایا د مرستو څو خېمې او د ثبت یو پروسه د کور، کلي او عزت بدیل کېدای سي؟
افریدی دا خبره سمه وکړه چي د ناکامو پالیسیو مخالفت ترهګري نه ده، خو تر څو چي دا خبره یوازي په وینا کي وي او په عمل کي پوځی عملیات روان وي، د تیراه د ولس درد نه دوا کېږي. پښتانه د مشورې، انصاف او ګډون غوښتنه کوي، نه د ټوپک سیوری.
په تیراه کي تر ۱۲۰ زره زیات نفوس او لسګونه زره کورنۍ ژوند کوي. دا یوه وادي نه، بلکي د پښتنو د تاریخ، کلتور او غیرت ژوندی سمبول دی. خو بدبختانه، د پاکستان ریاست تل دا سیمي د ازمایښتي میدان په سترګه لیدلي دي.
نن چي د ثبت مرکزونه، د کرایې پیسې او کمپونه جوړېږي، دا باید هېر نه کړو چي دا ټول د یوې سترې تېرۍ پایله ده. که رښتینی امن غواړئ، نو توپک پرېږدئ، له ولس سره کښېنئ، او د پښتنو پر خاوره د زور سیاست ختم کړئ.
تر هغو چي پښتون د خپل برخلیک په پرېکړه کي شریک نه وي، تر هغو چي د هر غږ ځواب په مرمۍ ورکول کېږي، او تر هغو چي تیراه، وزیرستان او سوات د عملیاتو نوم اوري، دا ظلم به دوام لري — او تاریخ به دا توره پاڼه هېڅکله هېره نه کړي.