د پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په لړۍ کي په تېري يوې اوونۍ کي ۲۲۲۵ افغان کډوالو کورنيو، چي د وګړو شمېر ئې ۱۱۸۵۰ تنه کېږي د سپين بولدک له لاري کندهار ته راغلي دي.
دغه راز ۵۳۱ تنه زندانيان د پاکستان د زندانو څخه خلاص سوي او د سپين بولدک له لاري کندهار ته راغلي، چي تر امنتي کنترول وروسته خپلو اصلي سيمو ته انتقال سوي دي.
دا افغان کډوال پر داسي مهال افغانستان ته راځي، چي پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دئ، چي د پاکستان حکومت يوازي هغه افغانان له دغه هيواد څخه باسي، چي غريب او بېوزله وي.
د يادوني وړ ده، چي يوازي تېره ورځ د سپين بولدک له لاري ۲۴۲ کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۲۵۵ تنه کېږي د سپين بولدک له لاري کندهار ته راغلي دي.