په تېره یوه میاشت کي ۹۵ زره ۲۴ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي

د کډوالۍ برخه کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، چي په تېره یوه میاشت کي ۹۵ زره ۲۴ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي.

یاده اداره زیاتوي، چي دغه شمېر کډوال له ایران او پاکستان نه ستانه کړل سوي دي او له یادو هیوادونو یې د ساتني کارتونه یې هم ترلاسه کړي دي.

د دې سازمان،ږ په وینا په دې خدماتو کي رواني سلامتیا، ټولنیز ګډون، له کوچنیانو ملاتړ، له ښځو ملاتړ او پالنه یې، له پاکوالي نظارت، د کورنیو ارزونه، داوطلبانه راګرځېدنه، پر بیا راتګ څارنه او یو شمیر نور شامل دي.

دا په داسي حال کي ده چي له ایران او پاکستان نه راغلي کډوال ژمي او خپلي بې وسۍ ته ځورېږي.

دوی وایي د ژمي په درشل کي له سختو مشکلاتو سره مخ دي چي چټک لاسنیوي ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *