د ط..البانو د پېښو په وړاندي د مبارزې رياست وايي چي د تېرو درو ورځو په جريان کي د ننګرهار او لغمان ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي د باران د امله د راوتلو سېلابونو په سبب درې کسان وژل سوي او شپږ تنه نور ټپیان سوي دي.
د دغي ادارې په وينا چي په دغو سېلابونو کي اته کورونه په بشپړ ډول ويجاړ سوي او شاوخوا ۳۵۳۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب سوې ده.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو تر واک لاندي د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندني ادارې سبا سې شنبه هم د افغانستان په ۱۰ولايتونو کي د تېزو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.