د پاکستان څخه هغه افغان کډوالو چي په دغه هيواد کي د اوسېدلو قانوني اسناد نه لري، د جبري اېستلو لړۍ ئې خورا په چټکۍ سره روانه ده. دغه افغان کډولو ته د اپريل تر وروستۍ نېټې پوري وخت ورکول سوی دئ، چي بايد له پاکستان څخه افغانستان ته ولاړسي.
د دغه افغان کډوالو له جملې څخه د سپين بولدک له لاري د تېري پنج شنبې او جمعې په ورځو کي د پاکستان څخه ۴۹۳ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د غړو شمېر ئې ۲۶۱۰ تنه کېږي کندهار ته راغلي دي.
بايد وويل سي چي د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې هم خبر ورکړی، چي تېره ورځ ئې د تورخم له لارې ټول ټال «۱۸۹۳ افغانان» ایستلي دي. دغه اداره زیاتوي په دغو ایستل سوو کډوالو کي ۴۷۱ تنه د افغان وګړو تابعیت کارت لرونکي کسان او ۱۴۲۲ بې اسناده کډوال شامل وه.