د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) وایي چي افغانستان ته د کډوالو راتګ خورا زيات سوی، چي افغاستان ئې د يوه بحران سره مخامخ کړی.
د دې سازمان په وینا، چي د تېر کال د سپتمبر میاشتي راهیسي تر څلور میلیونه ډېر افغانان د ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راغلي دي.
د کډوالو نړۍوال سازمان IOM وایي چي د دغو کډوالو د اړتیاوو پوره کولو له پاره عاجل مالي مرسته ته اړتیا لري او نړۍواله ټولنه باید ژر تر ژره د افغان کډوالو د لاس نيوي په موخه بودیجه برابر کړي؛ ترڅو له دې بحران سره مقابله وسي