د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وايي، د تېرو دوو کلنو په جريان کي په پاکستان کي د وسلهوالو بریدونو له امله شاوخوا ۷۰۰ پاکستاني امنیتي سرتېري او یو شمېر ملکي وګړي وژل سوي دي.
نوموړي تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته په وینا کي ادعا کړې، چي تحریک ط..البان پاکستان (TTP) او بل.وڅ بېلتونپاله ډلي د هند په مرسته په پاکستان کي جنګېږي.
هغه وايي هر څوک چي له دغو ډلو سره په زړه کي لږ همدردي هم ولري، پاکستانی نه دئ.