په تېرو ۶ میاشتو کي د ترافیکي پيښو له امله ۱۲۵۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، په تېرو شپږو میاشتو کي د هیواد په کچه د ۱۹۷۸ ترافیکو پېښو له امله ۹۴۹ کسان وژل سوي او ۳۰۳ تنه نور ژوبل سوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه معلومات د تېر کال د شپږو میاشتو د راپور د وړاندي کولو پر مهال ورکړي دي.
دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستیو کي په هیواد کي ترافیکي پيښي زیاتي سوي چي ډېری یې درنه مرګ ژوبله لري.
په تازه پېښه کي تېره ورځ د فراه په فراه رود ولسوالۍ کي د ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي او شپږ تنه نور ژوبل سوي وه.
دغه راز په زابل کي هم تېره ورځ د ترافیکي پېښي له امله یو کس ووژل سوی او اته تنه نور ژوبل سوي وه.
په هیواد کي د ترافیکي پيښو لاملونه خراب سړکونه، د ترافیکي اصولو نه مراعتول او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کیږي.