د پاکستان څخه يوې ځايي سرچينې د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د پاکستان د جنوبي وزيرستان د مکين په دشکه سيمه کي د پاکستاني پوځ ډرون الوتکي د ښوونځيو پر زده کوونکو بريد کړی، چي پر مهال ئې يو کوچني وژل سوی او پنځه نور ټپيان سوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي وژل سوی کوچنی عبدالقدوس نوميږي او د پنځو خويندو يوازنی ورور وو، چي د پاکستان د پنجابي پوځ په بريد کي وژل سوی.