په حیدراباد کي د ګاز ډبې د چاودني له امله ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان د سیند صوبې د حیدراباد ښار په پریټ اباد کي، د ګاز ډبې د چاودني له امله پینځه تنه وژل سوي او ۵۰ نور ټپيان دي.
د حیدراباد د پولیسو مشر ویلي، چي چاودنه په یو دوکان کي سوې ده او په ټپیانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي.
د چاودني او اور لګېدني له امله نږدې ودانۍ هم زیانمني سوي دي.
ویل کیږي چي د ۲۷ ټپیانو روغتیایي حالت ښه نه دی او ښايي د مړو شمېر نور هم زیات سي، ځکه ګڼ زخمیان ډېرسوځېدلي دي.
په پاکستان کي تر دې مخکي هم دا ډول چاودني سوي چي مرګژوبله یې اړولې وه.