په خوارځواکۍ د اخته میندو او کوچنیانو شمیر له دوو چندو څخه زیات سوی دی

ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو ایف پي) ویلي چي په افغانستان کي اړمنو کسانو سره د دغه پروګرام د خوراکي توکو د مرستو د بندیدو وروسته د د دغه هیواد په ځینو روغتیايي کلینیکونو کي په خوارځواکۍ د اخته میندو او کوچنیانو شمیر له دوو چندو څخه هم زیات سوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کي په خپره کړې لنډه ويډیو کي ویلي چي په افغانستان کي له هرو څلورو کورنیو څخه درې کورنۍ سالم روغتیايي رژیم ته لاس رسی نلري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چي په افغانستان کي په تیر ۲۰۲۳ کال کي دا پروګرام د بودیجې د کمښت له امله دې ته اړ سو چي لس میلیونو کسانو سره د خوړو د برابرولو خپلي مرستي بندي کړي.

د ملګرو ملتونو دغه پروګرام د روان ۲۰۲۴ کال په نیمايي کي ویلي وه چي د بودیجې د لا کمښت له امله به نور ونه سي کولای چي په افغانستان په خوارځواکۍ اخته یو میلیون شیدې ورکوونکي میندو او کوچنیانو ته د خوارځواکۍ د درملني ځانګړي خواړه برابر کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چي د روان ۲۰۲۴ کال ترپایه په افغانستان کي اړمنو کسانو ته د مرستو د چمتو کولو لپاره په بیړني ډول ۶۶۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *