په خوست، غزني او کندوز ولایتونو کي ۱۵ تنه په دُرو وهل سوي دي

ستره محکمه وايي، په خوست، غزني او کندوز ولایتونو کي نن او پرون ۱۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په دُرو وهل سوي دي.
ستري محکمې په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او امنيت عامه دېوان د پرېکړي پر اساس ۱۰ تنو ته چي په لواطت، نامشروع اړيکو او فريبکارۍ متهم وو، په عام محضر کي تعزیري سزا ورکړل سوه.
په خبرپاڼه کي ویل سوي، د متهمينو له جملې څخه شپږ تنه په درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا، یو تن په ۱۵ میاشتو تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا، اتم متهم په دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا او دوه نور متهمين په شپږ میاشتي تنفيذي بند او ۳۹ دُرې تعزیري سزا محکوم سوي دي.
ستري محکمې دغه راز ویلي، په کندوز ولایت کي څلور تنه د زنا، لواطت او بچه‌ بازۍ په جرم په عام محضر کي په دُرو وهل سوي.
د معلوماتو له مخي د دې کسانو له ډلي یو یې، په شپږ میاشتي تنفیذي بند او ۳۹ دُرو، دوهم کس په څلور میاشتو بند او ۳۹ دُرو او دوه نور په دوه کاله بند او د ۳۹ـ۳۹ دُرو وهلو محکوم سوي.
ستره محکمه زیاتوي، چي د غزني په خواجه ‌عمري ولسوالۍ کي یې هم يو تن چي په غلا متهم وو، په عام محضر کي ۲۰ دُرې ووهل سو.