په خوست او فاریاب ولایتونو کي نهو کسانو ته تعزیري سزا ورکول سوه

ستره محکمه وایي، د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کي د یوې ښځي په ګډون دریو کسانو ته د زنا او له کوره د تېښتي په جرم تعزیري سزا ورکول سوې او د دوی له منځه یو کس د ۳۹ درُو ترڅنګ په دوه کاله او شپږ میاشتي تنفیذي بند او یو سړی او یوه ښځه د ۳۰ درُو وهلو سربېره په یوه یوه کال بند هم محکوم سوي دي.
د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وایي، بل خوا په خوست کي هم د عامه امنیت ابتدايه محکمې شپږ کسان د فریبکارۍ په جرم په عام محضر کي په درُو ووهل.
د هغه په وینا، د شرعي احکامو تطبیق په برخه کي به د نړیوالو هیڅ راز فشار ته تسلیم نه سي او د هغوی هیڅ غوښتنه ورته د منلو وړ نه ده.
د شرعي احکامو د تطبیق او پر ښځو د حد جاري کولو په تړاو تېره اونۍ د اسلامي امارت د مشرتابه یو پیغام خپور سو، خو په کور دننه او د نړیوالو له غبرګونونو څخه یوه ورځ وروسته دغه پيغام بیرته له ټولو رسمي ادرسونو څخه لیري کړل سو.