په خوست او لغمان کي ۵ کسان په درو وهل سوي

ستري محکمې ویلي چي، په خوست او لغمان ولایتونو کي یې پنځو کسانو ته په عام محضر کي تعزیري سزاوي ورکړي دي.

ستري محکمې په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، د دغو کسانو له ډلي ئې د دوو ښځو په ګډون درې کسان په لغمان ولایت کي د نامشروع اړیکو او له کور څخه د تښتېدلو په تورونو او دوه کسان نور د خوست ولایت په تڼۍ ولسوالي کي د لواطت په تور په درو وهلي دي.

د ستري محکمې د بیان له مخي، دا کسان یې د عبرت په خاطر په عام محضر کي په درو وهلي دي.

دا خبر داسي مهال رسنیز سوی چي، پرون شپه هم ستري محکمې په کابل کي څلورو کسانو ته د تعزیري سزاوو ورکولو خبر ورکړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *