په خوست ولايت کي د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبالسيالۍ پای ته ورسېدې

او د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسيون استازولي له لوري په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په‌ پايلوبه کې مټه چينې لوبډلې خپلې سيالې کجيري کلي لوبډلې ته د ۱-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.