په خوست کي تېره شپه تر ناوخته پاکستانۍ ډورن الوتکي ګرځېدلي

د خوست څخه محلي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره شپه د پاکستان ډورن الوتکي د خوست پر يو شمېر سيمو ګرځېدلي او د سيمي خلګو د بمبار د بېري څخه خپل کورونه پرېښي وو او نورو سيمو ته تللي وو.
د سرچينې په حواله چي دغه الوتکو د تېري شپې له ۱۱:۳۰ بجو څخه بيا تر سهاره پوري د خوست پر اسمان ګزمې کړي او د سیمي خلګ ئې اندېښمن کړي دي.
د سرچينې په خبره چي دغه پاکستانۍ الوتکي د خوست ولايت د باک او عليشېر پر ولسواليو باندي ګرځېدلي دي.
بايد وويل سي، چي تراوسه پوري د خوست ولايت ط..البانو د يادو پاکستانۍ ډرون الوتکو په اړه څه نه دي ويلي