د خوست څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کي د خوست او پکتيا پر لويه لار باندي موټر د سړک څخه اوښتی دئ، چي له امله ئې دوه کسان وژل سوي دي.
د ځايي خلګو په وينا چي په دغه ترافيکي پېښه کي څلور تنه نور ټپيان سوي، چي د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوی دئ.
د دغي پېښي قربانيان د محلي خلکو په وسيله تر روغتون پوري لېږدول سوي دي.