په خوست کي د غلام‌خان بندر د کمېساري مسوولین وايي، چي د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د سوي جګړې له امله دغه لار له تېرو څلورو ورځو راهیسي تړلې ده

په خوست کي د غلام‌خان بندر د کمېساري مسوولین وايي، چي د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د سوي جګړې له امله دغه لار له تېرو څلورو ورځو راهیسي تړلې ده.

د غلام‌خان بندر کمېسار مولوي بهايي‌‌جان بلال وايي، دواړو لوریو ته له توکو بار لسګونه موټر ولاړ دي او په وینا یې، ځیني هغه موټر چي توکي یې، د خرابېدو په حال وه، د پکتیا ډنډپټان ته لېږدول سوي دي.

بلال ټينګار وکړ چي د یادي لاري بېرته پرانېستلو لپاره هڅي روانې دي.

د خوست سوداګرۍ خوني مشر نواب امیرزی هم وايي، د لاري په تړل‌کېدو سره لسګونه موټر ولاړ دي. امیرزی غوښتنه کوي چي پاکستان او افغانستان دي سوداګرۍ ته پام وکړي او تجارت دي د سياست نه‌قرباني کوي.

بل‌خوا یوشمېر موټرچلوونکي وايي، د لاري تړل‌کېدو له امله په ستونزه کي دي او په ډېری موټرو کي چي رومیان بار وه، خراب سوي او ځيني د پکتيا ډنډپټان لاري ته تللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *