په خوست کي د هغه ځوان جسد موندل سوی چي ۱۷ ورځي وړاندي تښتول سوی و

د خوست څخه محلي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په خوست ولايت کي د هغه رخشه چلوونکي جسد ئې موندلی چي ۱۷ ورځي مخکي نامعلومو کسانو تښتولی و.
د دغه رخشه چلوونکي د وژل کېدو اصلي علت تر اوسه پوري روښانه نه دئ.
په ورته وخت کي د خوست ولايت ط..البانو هم د دغه ځوان د وژل کېدو خبر تائيد کړی؛ خو د دغي پېښي په اړه ئې نور جزئيات څراغ تلوېزيون ته نه دي ورکړي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د مرموزو وژنو ګراف لوړ سوچی او ط..البان ئې هم په کنټرول کي پاته راغلي دي.