د خوست څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د سې شنبې په ورځ د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو د ماپښين د لمانځه پر مهال په مسجد کي يو ځوان ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی ځوان نقيب الله نومېږي.
سرچينې د وژل سوي ځوان د کورنۍ په حواله ويلي چي دغه وژل سوي کس د هېچا سره شخصي دښمني نه درلودل.
سرچينه وايي چي د نقيب الله يو ورور اوس هم د ط..البانو په زندان کي شپې او ورځي سبا کوي.
د دغي پېښي اصلي لامل تر اوسه پوري نه دئ معلوم.
بايد وويل سي چي د خوست ولايت د ط.. البانو امنيتي کسانو تر اوسه پوري د يادي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.