په خوست کي هغه کس نيول سوی، چي په هوايي ټکانو ئې پردۍ ښځه خپل په نامه کړې وه

د خوست د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د‌ سې شنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د‌ دغه ولايت په اسماعیل‌خېل او مندوزیو ولسوالۍ کي ئې هغه کس نيولی، چي په هوايي ټکانو ئې يوه پېغله انجلۍ د‌ نکاح کولو څخه پرته خپل په نامه کول.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کس غوښتل، چي په جبري ډول دغه نکاح وکړي.
بايد وويل سي، چي دغه پېښه په افغانستان کي د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي، جبري ودونو او د هغوی حقونه تر پښو لاندي کولو څرګندونه کوي.