د خوست څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په دغه ولايت کي نامعلومو وسلوالود تېر نظام د سرحدي پوليسو يو افسر ويشتلی او وژلی دئ.
سرچینې د معلوماتو له مخي دغه وژل سوي کس د پخواني حکومت له سقوط وروسته، نوموړی د میاشتي په څلور زره افغانۍ د چرګانو په يوه فارم کي کار کوی، چي تېره ورځ نامعلومو وسلوالو په نښه کړی او وژلی دئ.
سرچينه دغه راز زياتوي، چي بريدګر تر بريد وروسته د پېښي د ځای څخه تښتېدلي دي.
دا په داسي حال کي ده چي دوه ورځي وړاندي، په پکتیکا کي هم یو پخوانی نظامي د نامعلومو کسانو لهخوا وهل سوی وو او په ټپي حالت کي روغتون ته انتقال سوی وو.