د خوست څخه د پنج شنبې په ورځ محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مندوزیو ولسوالۍ کي يو ۱۳ کلن هلک ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو د مخي چي دغه ۱۳ کلن هلک مراد نومېږي او د حسن زيو د کلي اوسېدونکی و. سرچېنه زیاتوي، چي دغه هلک ځان ځړولی او وژل سوی دئ.
د دغه ۱۳ کلن هلک د ځان وژني اصلي لامل تر اوسه پوري معلوم نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه تر اوسه پوري په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په تېره څو ورځو کي په خوست ولايت کي دا اتمه د ځان وژني پېښه ده، چي تر سره کېږي.