په خوست کي پر ډيورند کرښه يو ځل بيا د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته سوې

‏ځايي سرچينې وايي، چي نن د شنبې په ورځ مازديګر شاوخوا څلور بجې د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني لوري تر منځ د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کي پر ډيورنډ فرضي کرښه يو ځل بيا نښته سوې ده.

د سرچينو د معلوماتو له مخي په دې نښته کي له درنو وسلو څخه هم کار اخيستل سوی.

د دغه نښتې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه چارواکو په رسمي توګه معلومات نه دي ورکړي.

د دغه نښتي لامل په سيمه کي ډيورنډ کرښي ته څيرمه د افغان ځواکونو له خوا د پوستې جوړول بلل سوي چي پاکستاني لوري يې مخنيوی کړی.

تېره چهار شنبه هم په همدې سيمه کي د پاکستاني او افغان لوري تر منځ نښته سوې وه.