په خوست کي پر ډیورنډ کرښه د ط….نو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه سوې

د خوست په علیشرو سیمه کي ډېورنډ فرضي کرښي ته څېرمه د ط….نو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه سوې.
له سیمي څخه راپورونه وايي، چي نښته نن سهار سوې او تر اوسه هم خال خال ډزي کیږي چي لامل یې پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو له لوري د نویو تاسیساتو جوړېدل دي چي د سیمي اوسېدونکو یې مخنیوی کړی.
تر اوسه د تلفاتو په اړه مالومات نسته، خو په ټولنیزو رسنیو کي په خپرو سویو ویډیوګانو کي لیدل کېږي، چي د پاکستاني پوځیانو ځیني تاسیسات سوځېدلي.
چارواکو تر اوسه په دې اړه لا معلومات نه دي ورکړي.
له دې وړاندي هم په څو ځله پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتي سوي دي چي اکثره وخت یې لاملونه پر ډيورنډ فرضي کرښه د تاسیساتو جوړول بلل سوي.