د خوست د ط..البانو د پوهني رياست مسؤلين وايي، چي په دغه ولايت کښي ۱۱۹ دولتي ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي ئې د ستونزو سره مخ دي.
د هغوی په خبره چي په دغه ولايت کښي ټولټال ۳۷۲ بابه ښوونځي لري، چي له ډلي ئې ۱۱۹ بابه ښوونځي ودانۍ نه لري.
د دغو ښوونځيو زده کوونکي وايي، چي په سخته ګرمۍ کښي دغه زده کوونکي تر شين آسمان لاندي په سخت حالت کښي درسونه وايي.
هغوی وايي د ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی اړ دي چي په شدیده ګرمۍ کښي د ونو تر سیوري لاندي درس ووايي، چي دا حالت د زدهکړو کیفیت او د زدهکوونکو روغتیا ته زیان رسوي.
د تودوخي لوړه درجه او د مناسبو تاسیساتو نشتوالی د دوی له پاره تعلیمي بهیر ستونزمن کړی دئ.
هغوی د چارواکو غوښتنه کوي، چي د دې ستونزي د حل له پاره د ښوونځيو ودانۍ دي جوړي او د زدهکړو له پاره دي مناسب چاپېریال برابر کړي.
دا په داسي حال کښي ده، چي په تېرو څلورو کلنو کښي ط..البانو ۲۳ زره د ديني مدرسو له پاره معياري ودانۍ جوړي کړي دي، خو دولتي ښوونځيو کښي زده کوونکي تر شنه آسمان لاندي درس وايي.