پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دئ، چي د دوشنبې په ورځ شاوخوا يولس بجي د خيبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه سيمه کي د چاودني له امله اووه کسان وژل سوي او ۱۶ تنه نور زخميان سوي دي.
د پاکستاني رسنيو په حواله چي دغه چاودنه په رستم بازار کي د امن د کمېټې د دفتر په داخل کي سوې ده. د لومړنيو معلوماتو له مخي چي بم د يادي کمېټې د دفتر په داخل کي ځای پر ځای سوی وو.
په وژل سوو کسانو کي دوه تنه د امن د کمېټې غړي دي او پاته نور ولسي خلګ دي.
د يادوني وړ ده، چي د دغه بريد مسؤليت تراوسه چا پر غاړه نه دئ اخېستئ