د پاکستان رسنيو خبر ورکړی، چي د خيبر پښتونخوا په خيبر ولسوالۍ کي د پاکستان پوځ ځانګړي عمليات کړي، چي پر مهال ئې د داع.ش ډلي درې غړي وژل سوي دي.
په خبر کي ويل سوي، چي د داع.ش ډلي په وژلو سوو غړو کي يو تن افغان و، چي د دغي ډلي سره يو ځای ئې وسله وال فعالیتونه تر سره کول.
د پاکستان پوځ ويلي، چي د وسله والو ډلو په مقابل کي به د دوی عمليات جريان لري.
بايد وويل سي، چي د پاکستان دولت تل ادعا کړې، چي وسله والي ترهګري ډلي د افغانستان څخه پاکستان ته راځي؛ خو ط..البان دغه مسئله نه مني او د پاکستان د دولت دغه ادعا بې اساسه بولي.