په خيبر پښتونخوا کي پر پولیسو او پوځ بریدونو کي ۱۰ سرتیري ټپیان سوي

د خيبر پښتونخوا په بنو کي پر پوليسو او پوځيانو په وسلوالو بريدونو کي شپږ پوليس او څلور پوځيان ټپیان سوي دي.

پوليس وایي، تېره شپه له بنو ټاون شپ سره نږدې وسلوالو د پولیسو پر موټرونو برید کړی او د نښتي پر مهال شپږ پوليس ټپيان سوي.

بل خوا د بنو په بکاخیلو کي وسلوالو پر پاکستاني پوځیانو برید کړی چي په ترڅ کي یې څلور پوځیان ټپيان سوي.

د دې پيښو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی خو په خیبرپښتونخوا کي پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي فعالیت لري او اکثره وخت پر امنیتي کسانو بریدونه کوي.

#chiraghtv#chiragh#News#WorldNews