په خیبر پښتونخوا، شمالي او جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان او کراچي کي د بېلابېلو بریدونو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لومړۍ پېښه د خیبر پښتونخوا په کورمه کي د سپرلیو پر موټر په برید کي دوه کسان وژل سوي او یو ژوبل دی.
د کورمي چارواکي وايي، چي پېښه ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه له پېښور څخه د پاړه چینار پر لور تلونکو د سپرلیو پر دوو موټرو سوې ده.
دوهمه پېښه په ډېره اسماعیل خان کي پر پوځي کاروان سوې، چي له امله یې یو پوځي سرتېری وژل سوی او ۴ نور ژوبل سوي دي.
درېیمه پېښه په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کي په دوو جلا جلا بريدونو کي وسلوالو يو پولیس او دوه ولسي وګړي وژلي دي.
په وروستۍ پېښه کي په کراچۍ کي د نومبر پر پینځمه دوه چينايي وګړي په ډزو ژوبل سوي دي.