په خیبر پښتونخوا کي د پاکستاني ځواکونو پر مرکز وسله وال برید سوی دی

راپورونه وایي، پاکستاني طـ.البانو د خیبر پښتونخوا په جنډوله کي د پاکستاني پوځيانو پر یوه مرکز وسله وال برید کړی او جګړه روانه ده.
پاکستاني رسنیو ویلي، چي د پوځیانو پر دغه مرکز لومړی ځانمرګی برید سوی او له هغه وروسته یو شمېر وسله وال مرکز ته دننه سوي چي د سپکو او درنو وسلو ږغونه هم ورسره سته.
تر اوسه د اوښتي مرګ ژوبلي کره شمېره معلومه نه ده.
دا برید پر داسي مهال سوی چي وړمه ورځ بلوڅ آزادي غوښتونکو په بولان دره کي پر جعفر ایکسپریس اورګاډي برید وکړ او لسګونه پاکستاني برمته سوي پوځيان یې ووژل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *