په خیبر پښتونخوا کي د پولیسو پر زغره وال موټر د ریموټ کنټرول بمي چاودنه سوې ده، چي له امله ئې پنځه پولیس، چي یو افسر هم په کښي شامل دئ، وژل سوي دي.
همداراز، په لکي مروت سیمه کي هم درې پولیس د یوې بلي چاودني له امله ټپیان سوي دي.
چارواکي وايي، د پېښو د عاملینو د موندلو له پاره پلټني رواني دي او امنیتي ځواکونه سیمې ته استول سوي دي.