په خیبر پښتونخوا کي د پوځ پر یو مرکز باندي وسله وال بريد سوی

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخي وسله والو کسانو د جمعې د ورځي سهار وختي د خیبرپښتونخوا ایالت د مومندو مرکز غلنۍ کي د پاکستان د پوځ په یو مرکز باندي برید کړی دی.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي چي د پاکستان د فرنټیر کور په دغه مرکز باندي د وسله والو بریدکوونکو له خوا د درنو وسلو د ډزو ږغونه د دې سیمي څخه لیري سیمو کي هم اوریدل سوي دي. دغو شاهدانو ویلي چي د دغو ډزو له امله د دغه پوځي مرکز سره نږدې اور هم لګیدلی دی. تراوسه په دغه برید کي د پیښ سوي ځاني زیان په اړه راپور نه دی ورکړل سوی.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخي په دغه پوځي مرکز باندي په دې برید کي ترڅلورو پوري بریدګر شامل وو چي د سرچینې د وینا پراساس درې یې ځانمرګي بریدګر وه.

د دغه برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلي په غاړه اخيستی دی او درنې مرګ ژوبلي اړولو ادعا یې کړې ده.