په خیبر پښتونخوا کي د یوې چارټر چورلکي د لوېدو په پېښه کي ۶ تنه مړه سوي دي

پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، چي د شنبې په ورځ ناوخته د خیبر پښتونخوا په شمال کي د یوې چارټر چورلکي د لوېدو په پېښه کي ۶ تنه مړه سوي دي.
راپورونه وایي، چي دغه چورلکه د خیبر پښتونخوا ایالت په شمال کي د یوه خصوصي شرکت له خوا کرایه سوې وه.
دا الوتکه ډیورنډ کرښي ته څېرمه د شمالي وزیرستان په ناکراره سیمه کي له الوتني لږه شېبه وروسته لوېدلې ده.
د معلوماتو له مخي، په الوتکه کي د روسي پيلوټانو په ګډون شاوخوا ١۴ مسافر سپاره وه، چي پکښي ۸ تنه ژوبل سوي او نېږدې روغتون ته درملني لپاره لېږل سوي.
دا په تېره یوه لسیزه کي دا ډول څوومه پېښه ده چي د پاکستان وسلوال ځواکونه او ملکي هوایي چلند اداره یې ورسره مخ کېږي.
تر دې وړاندي په ۲۰۲۲ ز کال کي په خیبر پښتونخوا کي یوه پوځي چورلکه د روزنیز پرورګام پرمهال لوېدلې وه، چي هغه مهال پکښي ۲ پیلوټان مړه سوي وه.
دغه راز په ۲۰۲۰ کي د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت ایربس یوه الوتکه په کراچۍ ښار کي ولوېده، چي له کبله یې پکښي سپاره ۹۹ کسان مړه سول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *