په خیبر پښتونخوا کي ۱۵ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وایي، د خیبر پښتونخوا تیرا په ادمخېلو سیمه کي نن سهار د پاکستاني سرحدي ځواکونو پر پوسته د یو وسله وال برید پر مهال ۵ عسکر وژل سوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
امنیتي چارواکو په یوه خبرپاڼه کي منلې ده چي تر برید وروسته د ځوابي ډزو په تبادله کي هم شپږ امنیتي سرتیري ټپیان سوي خو سرچینې بیا د ټپیانو شمېر زیات یادوي.
دغه برید د لشکر اسلام او ټي ټي پي له خوا په مشترک ډول ترسره سوی دی.
په قبایلي سیمو کي چي اوس له خیبر پښتونوخوا ایالت سره تړل سوي د ټي ټي پي وسله وال ډېر فعال دي او عموماً پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.