په داسي حال کي په پاکستان کي افغانان له سختو ستونزو او ځورونو څخه شکایتونه کوي پاکستاني چارواکو ویلي چي د افغان کډوالو د اوسیدو د کارتونو د ارزوني پروګرام تمدیدوي

د پاکستان د سرحدونو په چارو کي د دولت وزیر ویلي چي پاکستان ښايي له هر اړخیزو څېړنو وروسته ځیني فسخ سوي کارتونه بېرته د اعتبار وړ وګرځوي.

هغه پر نړیوالي ټولني، ملګرو ملتونو او اسلامي امارت ږغ کړی چي د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کي مرسته وکړي.

هغه تایید کړې چي د کډوالو په کمپ کي حالات ډېر خراب دي او کډوال د څښاک د اوبو له نشتوالي، بې برقۍ او نورو ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پاکستان د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر کي اعلان وکړ چي ټول بې اسناده افغان کډوال باسي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي، تر دې مهاله ۷۰۰زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه کړل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *