په داسي حال کي چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو له پاره له ضرب الاجل څخه له ۲۴ ساعتونو کم وخت پاته دئ، د ایران دولتي ټلویزیون (صدا و سیما) د دوشنبې په سهار د سپاه پاسداران د استخباراتو له قوله ويلي: «که د برېښنا تولیدي مرکزونه هدف وګرځول سي، ایران به د امريکا د برېښنا فابریکې او د سیمي هغه هیوادونه چي د امریکا د پوځي اډو له پاره برېښنا برابروي، همدارنګه هغه اقتصادي، صنعتي او انرژۍ زیرمي چي امریکایان په کښي برخه لري، هدف وګرځوي او جواب به ورکړي.»
د ایران چارواکو د ټرمپ د ګواښ په جواب کي ویلي، چي دوی د هرمز تنګی نه دئ تړلی؛ بلکي کښتۍ د جګړې له امله د بیمې ستونزو له کبله له دې لاري تګ نه سي کولای.
ټرمپ په همدې وخت کي د سپاه د اعلامیې سره هممهاله په خپل ټروت کي د زور له لاري سولي پر اصل ټینګار کړی.