په داسي حال کي چي په افغانستان کي د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار دروازې تړل سوي او واکمنان د ښځو زده کړو ته د ګناه

په داسي حال کي چي په افغانستان کي د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار دروازې تړل سوي او واکمنان د ښځو زده کړو ته د ګناه په سترګه ګوري، یوه پیاوړې افغان مېرمن زرګونه کیلومتره لېري، د هالنډ هيواد په زوترمیر ښار کي د D66 ګوند له خوا د ښاروالۍ د شورا له پاره نومانده سوې ده.
څانګه صدیقي، چي د بشري حقونو فعاله ده او د ژوند ډېره برخه ئې د خپلو افغان خویندو له پاره د عدالت او فرصتونو په لټه کي تېره کړې، اوس غواړي د هالنډ په زوترمیر ښار کي د ښاروالۍ د شورا له لاري د ښځو ږغ د تصمیم نیونکو تر مېزونو ورسوي.
څانګي صديقي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي: "زما هدف دا دئ چي د ښځو معناداره ونډه د تصمیم نیولو په پروسو کي پیاوړي کړم."

د افغانستان د ناورینونو له منځه راپورته سوې څانګه صدیقي، نن د زوترمیر ښاروالۍ د شورا د نوماندي په توګه، نه یوازي د افغان ټولني بلکي د ټولو هغو ښځو له پاره د هیلو او الهام سمبول ګرځېدلې چي غواړي د خپلو خوبونو او حقونو له پاره مبارزه وکړي.