په‌ داسي حال کي چي په پاکستان کي د افغانستان پر مېوو او سبزیجاتو د ګمرکي تعرفو د معافېدو خبرونه ورکړل سوي، خو افغان سوداګر دا خبرونه نه تاییدوي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډي خوني مشر او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزی وایي، په پاکستان کي يې پر مېوو ګمرکي تعرفه نه‌ده راټیټه سوې، د پخوا په شان لوړه ده.

په تېره چنګاښ میاشت کي راپورونه ورکړل سول، چي پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو ګمرکي تعرفه څو برابره لوړه کړې ده چي تر اوسه هم پر خپل حال پاته ده.

بل خوا د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا  وایي، پر مېوو د لوړي تعرفې له امله تر اوسه له کندهار په ډېره کمه مچه انار صادر سوي دي.

کليپ – د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *