په دایکندي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ورورولۍ جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل سوې

د دایکندي ولایت د بدني روزني او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ګیتي ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ورورولۍ جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل سوې.

مسوولین وایي، د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کي د اتحاد دښتي لوبډلي خپلي سیالي د غوله ځوانانو لوبډلي ته د  ۳/۲ میدانونو په توپیر ماته ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د مسوولینو په وینا، دا ډول سیالۍ به دوام ولري تر څو ځوانانو ته د تفریح او ورز زمینه برابره سوې وي.