په دوو جلا جلا ترافیکي پيښو کي لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي، د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کي د کابل – کندهار پر لویه لار تېره شپه د دوو کرولا ډوله موټرونو د ټکر له امله دوه تنه مړه او د یوې ښځي په ګډون څلور تنه نور ټپيان سوي دي.
په دغه پېښه کي ټپيان سوي کسان د درملني په موخه د خلکو له خوا ولایتي روغتون ته لېږدول سوي دي.
بل خوا د فراه ولایتي مسولین وایی، د دغه ولایت په فراهرود ولسوالي کي د کندهار – هرات پر لویه لار د يوې ترافيکي پيښي له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د فراه ولایت د فراهرود ولسوال ملا محمد صادق جهادمل وايي، د دې ولسوالۍ په آب خورما سيمه کي تېره شپه یو ۵۸۰ بس موټر او ټېلر سره ټکر سوي چي پر مهال یې یو تن مړ او دري تنه ژوبل ټپیان سوي دي.
مسوولین وایي، که څه هم پر موټر چلوونکو یې د احتیاط ټينګار کړی خو بیا هم د بې احتیاطۍ له امله ترافیکي پيښي رامنځ ته کیږي.