په دې وروستیو کي یو ځل بیا په ایران کي پر افغان کډوالو د فشارونو ډېرېدو رپوټونه خپرېږي

د دې لړۍ په یوه تازه بېلګه کي د داسي قضايي حکم عکسونه خپاره سوي، چي پر دغو کډوالو د ډوډۍ نه خرڅولو سپارښتنه پکښي سوې ده.
دغه حکم پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال ‘رسول موسوي’ د کرمان په بردسیر ولسوالۍ کي د یوه نانوايي د مخ پر ښيښه د لګول سوي حکم عکس د انتقاد په ډول خپور کړی، چي پکښي لیکل سوي “د څارنوالۍ په حکم پر [بهرنیو] وګړو د ډوډۍ خرڅول منع دي.
وروسته د بردسیر د عمومي او انقلابي څارنوالۍ مشر د دغه بنر په تړاو توضیحاتو کي ویلي، چي دا بندیز یوازي د ښار په کچه د سبسایډي ډوډۍ پر خرڅولو لګېدلی او نور نانوایان په ازاد ډول ډوډۍ خرڅولای سي.
په دې وروستیو کي په ایران کي د افغان کډوالو د شمېر لوړېدو په تړاو د رپوټونو له خپرېدو سره پر دغو کډوالو فشارونه هم ورځ تر بلي مخ پر ډېرېدو دي.