په روانه چنګاښ مياشت کي ۳۵۲ زره افغان کډوال افغانستان ته راغلي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د رواني چنګاښ مياشتي د پيل څخه تر دې دمه پوري ۳۵۲ زره افغان کډوال د ایران، پاکستان او ترکيې څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه افغان کډوال ۳۳۸ زره ۸۹۵ له ایران، ۱۲ زره او ۴۶۹ کسان له پاکستان او ۳۷۲ تنه نور له ترکیې څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه افغان کډوال يو شمېر په خپله خوښه افغانستان ته راغلي خو زيات کډوال بيا په زوراو جبر د يادو هيوادونو څخه ايستل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي افغانستان ته راغلي کډوال د سرپناه، روغتيا، خوړو او دې ته ورته نورو خدماتو د کمښت سره مخ دي، هغوی د ط..البانو او اړوند مرسته کوونکو ادارو څخه د مرستي غوښتنه کوي. بلخوا بيا يو شمېر خيريه بنسټونه وايي، چي د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله د افغان کډوالو ټولو ستونزو ته حل لاره نه سي پيدا کولای