په روزګان ولايت کي د شاتو د مچيو زيات فارمونه د بیلابيلو ناروغيو او خزندو له امله د منځه تللي دي

په روزګان کي زرداران او د شاتو روزنکي وايي په دغه ولايت کي د شاتو د مچيو زيات فارمونه د بیلابيلو ناروغيو او خزندو له امله د منځه تللي دي.

په ورته وخت کي د کر هڼي رياست چارواکي هم مني چي د يو شمير زردارانو فارمونه له منځه تللي. دوی د یادي ستونزي مهم لامل د فارم لرونکو د مسلکي پوهني نشتون یادوي.