په روزګان ولایت کي هغه دوکانونه وتړل سوه چي نرخپاڼو څخه یې سرغړونه کړې وه

مسوولین وایي، د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کي د نرخونو د کنټرول کمېټې هغه دوکانونه وتړل چي د ټاکل سویو نرخپاڼو څخه یې سرغړونه کړې وه او توکي یې په لوړه بیه خرڅول.
د روزګان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست وايي، د روزګان ولایت ترینکوټ ښاروالۍ له لوري د ملکي او نظامي ادارو له استازو څخه یو کمېټه جوړه کړې چي نرخونه کنټرولوي.
د اطلاعات او کلتور ریاست د معلوماتو پر اساس دا چي په روژه کي ډېری کسان د خوراکي توکو بيې لوړوي نو ځکه خوراکي توکو ته نرخونه ټاکل سوي چي باید سرغړونه ځني ونه سي.
د اطلاعات او کلتور ریاست د تړل سویو دوکانونو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي خو وایي، که چیري نور کسان سرغړونه وکړي د هغوی دوکانونه به هم وتړل سي.
د روژې په مبارکه میاشت کي د افغانستان په ډېری ولایتونو کي د توکو نرخونه لوړیږي چي ډېری غریب او بې روزګاره کسان یې د رانیولو توان نه لري.