په روزګان کي د استرالیایي ځواکونو له‌ خوا د وژل سویو کسانو یو شمېر کورنۍ د خپل حق غوښتنه کوي

مریم چي د ارزګان ولایت اوسېدونکې ده د نړیوالو ځواکونو له لوري د خپل وژل سوي زوی حمیدالله حق غواړي.

مریم وایي زوی یې بې‌ګناه و، استرالیایي ځواکونو د دوی په مخ کي په ډېره بې رحمۍ وواژه.

دا په روزګان ولایت کي یوازي مریم نه ‌ده چي زوی یې د نړیوالو ځواکونو له‌ خوا وژل سوی، بلکي ډېر نور هم په‌دې ولایت کي چې یو مهال د سختو جګړو ډګر وو، د نړیوالو ځواکونو له‌ خوا د عملیاتو په ترڅ کي وژل سوي دي.

د ملګروملتونو د کارپوهانو ډلي په یوه بیان کي غوښتنه کړې چي استرالیا باید په افغانستان کي هغو کورنیو ته تاوان ورکړي چې عزیزان یې د استرالیایي ځواکونو له‌خوا په ناقانونه توګه چي هغه جنګي جرمونه بلل سوي، وژل سوي دي.