په روزګان کي د سرګلولې په چاودنه کي یو هلک وژل سوی

د روزګان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کي د هاوان سرګلولې په چاودنه کي یو ۱۶ کلن هلک وژل سوی دی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال روزګانی وايي، چاودنه نن سهار د ترینکوټ ښار اړوند د دهیک سیمه کي سوې ده.
هغه زیاته کړه، د شفیع الله په نوم یاد کس په دښت کي د مخکنیو جګړو څخه پاته سوې د هاوان سرګلوله پيدا کړې وه چي وروسته ورباندي چاودلې وه.
د هغه په وینا، د پیښي په پایله کي شفیع الله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
روزګانی وایي، تر پیښي وروسته د لومړۍ حوزې منسوبین سیمي ته رسېدلي او جسد یې روغتون ته لېږدولی دی.
د روزګان امنیه قوماندانۍ له خلکو غوښتي چي په سیمو کي د ناچاوده او یاهم ناپېژانده توکو پیدا کېدو سره سم امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.
تردې مخکي هم په روزګان کي ناچاوده توکو او ښخ سوو ماینونو مرګ ژوبله اړولې ده.