د روزګان ولايت د بدني روزني او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ د استازولي له لوري په مرکز ترينکوټ کي د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
مسوولین وايي، د دغو سياليو پايلوبه د مينوال او کليوال لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.
لومړی توپوهنه مينوال لوبډلي ترسره کړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کي يې سیالي لوبډلي ته ۱۶۰ منډي هدف کيېښودی.
د لوبې په دويمه نيمايي کي کليوال لوبډلي ياد هدف د څلور لوبغاړو په زيان پوره کړ او په شپږو ویکټو يې د دغو سياليو اتلولي خپله کړه.